غزل ته ډالۍ غزل
خوښ مي دى په دې غزل
ژوند ته دى نژدې غزل
فکراو هنرته مي
پروت دى په سجدې غزل
تانه بغير داسي دى
ژوند بې قافيې غزل
دغه به مي وس ولا
رامي وړو تردې غزل
تاچې راکتلي دي
دا د دې لمحې غزل
وې ليکه په زړه باندي
سترګي د يار مړې غزل
زه به درته څه وايم
ته چې راکوې غزل
ماته يې ليکلې ده
زار د يار له دې غزل
ژوند ته يې نژدې ګڼه
دا د حسينې غزل
Ghazal ta Dalai Ghazal
By: Hasina Gul Tanha
