شهيد د کربلا څـوک ؤ؟
هغــــــه حُسن چـــــې پـــــــه ذات د کــــبريـــــا کښې ځـــــــلېـــــدو
هـغـــــــه نـــــمـــــر چـــــې پـــه افـــــق د منشــــاء کـښې ځلېـــــدو
هغــــــه نــور چــــــې د هستــــۍ پــــــه ابتــــــداءکښې ځلېـــــدو
د عـــــــدم وجـــــــــــود پــــــــــــه لا او پــــــــــه الاً کـښـې ځلېـــــدو
جـــــوړه ديــــد لــــره خــــــالــــــق يـــــې ائينــــــه کــــــړه د هـستۍ
بيــــــا پـــــه خپـــــل حُسن سينــــه يــــې ګنجينـــه کـړه د هستۍ
دغــــه حُســـــــن ؤ نبــــى چــــــــې يــــــــې کامــــل انســــانيت کـړ
په دربار د سړيتـــوب کښې يــــــې ســـــــر خــــــم ملکـــيت کـــړ
پــــه اخـــــــــلاقو د خـــالق يــــــــې چــــــــې د خــــلـــقو تربيت کـړ
د الحـــــــاد وکـــفر و شرک يـــــې لـــه دنيـــــا لـــــرې لــــعنت کـړ
پـــــه هـــــم لـويــــو لــــويـــــو مــــرتـبو يـــــــې دے نمــــانځــــــــلے
بس خـــــويـوله خدايه پسته دے پـــــه ټـــــولـــــو کښې ښاغلے
مئيــــن تــــــــوب ؤ او کـــــــه مينـــــه وه کـــه راز ؤ کــــه نيــاز ؤ
کـــه فــــراق ؤکــــه وصـــال ؤکـــــــه د مينې ســــــوز او ســـــاز ؤ
پــــــه هــــــر څـــــه کښې محمـــد پــــه انبيـــاو کښې سرفـــراز ؤ
نـبوت کـــــــــه امـــــامت کښې يـــــې معـــــــراج سره پــــــرواز ؤ
شهـــــادت يــــــې هــــــم لــــــه نــــــورو انبيـــــــاو نــــــــه بلنــــــد ؤ
لکـــه نمر په روښنائۍ کښې پـــــه همه ستــــورو څـــــرګنــــد ؤ
مکـمــــل يـــــې شهـــــادت کــــړل پخــــــــوانى شهـــادتــــونــــــه
مـکمـــل کــــړل محمــــــد د خـــداے د ديــــــن عمـــارتــــــونــــه
شهـــــــــادت د حـسنينــــــو کــــــــــوى دا اشــــــــــارتــــــونـــــــــــــه
پـکښـــــې پټ دى د نــــــبـــــى د شهــــــادت حـــقيقتـــــونــــــــــه
شهـــــــــادت د خپــــــل نمسى يـــــــــې د نيــــکــــۀ وګڼـه عــــــېن
دے حـــــــــــديث حُسَــــــينُ مِنّــــــــى وَ اَنـــــــامِـــــنَ الْحُسَــــــــين
ســــور پــــه اس د تصــــورشــــــــه چـــې دې بـوځـــم کربــلا تــــه
دى راغــــــلــــــې د جــــفــــا لښکـــــرې زوے د مـــرتضــــى تــــه
نـمـــــــر د تنــــــــدر پــــرده وکــــړه نظـــر نــــه کــــــوى دنيــــا تــــه
چـــې تيــــارو هم د جنګـــرېــــز حوصلــــه کـــــړې ده رڼـــــــا تــــه
څــه خېمـــــې دى د سېـــــدانـــــو د رضــــا پکښې چپتيـــــــا ده
څــــه خـېمـــــې د يــــزيديــــانــــود ستـــــم پکښې غــــوغـــــــا ده
دا حُسېــــن دے چـــــــې تسلــيم يـــــې اس نيـــــولے لـه جـــلبــه
د هـستۍ نبضــــــونـــــــه تــېز دى پـــــه امکان راغلـــــــې تبــــــه
خـــــولـــه يــــې ورکــــړه لـــــه هېبته ده ګــــرمۍ راوېستې ژبــه
چــــــې جـــــلـــوې د رســـــــالــت پــــرې قــــربــانېږی لــــه يثربـــه
د هـــــــر څـــــيز لـــــه قـــــربــــانــــۍ نه پس پــــه خپــــلــــه راوتلے
د حـجـــت اتمــــــام پـــــــــه هغــــو کانــــدى چـــا چــــــې رابلــــلے
چــــې صورت دامـــن ســـولــــې پــــه امکان کښې پــاتے نه شو
چـــــې هيڅ شــک يــــې دجګړې په طوفـــان کښې پاتے نه شو
چــــې يودوست يې ګېرچاپېره پـــه چشمــان کښې پاتےنه شو
کـــــــه يـــــوحُــــــر ؤ هغـــــه هـم په دې جهــان کښې پاتے نه شو
دۀ بـــــــه پېش ورتــــــــه قــران کــړو هغـــــوی تــورې برېښولې
چــــا بــــــــــه غشـــــى ګــــرتــــول او چــــا نېزې بـــــــــه نيـغــــولې
امـــام پــــــوه شو چــــې اوس وخت دشهـــادت د اکمـــال راغے
شـــــو مـــــزل دجـــمـــــال ختـــــم اوس مقــــــام د جـــــــلال راغے
يــو يې تـــورې ته کـــــړه هپـــــه او بــــل لاس يې پــــه ډال راغے
د اجــــل پــــــه لاس کښې ښکار د ژونـدانـه لــــــره جــــال راغے
ذوالفقــــارچــــې کـړ بهر پــــه لاس کښې زوے د حېـــدر ونيو
قُــــــدسيـــــــانو پــــــه هېبت د اسمـــــــــان مـخ تــــــه ســـپر ونيو
ذوالفقـــــــار چـــــې يـــــې مېړانه لــــه جــــــوهـــره ځــــارېــــــــــده
ذوالفقـــــــار چــــې هـــــره تــــوره يـــــې لـه پرهــــره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چــــې تـــــل يـــــې فتــح لــــه حـېـــــدره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چـــــې بــــادشــــاهى يـې لــــــه قنبره ځــــــــــارېــــــده
هــغــــه تــــوره چـــــې پــــه برېښ کښې يــــــې رفتــار ؤ د اجــــل
هغــه تــــوره چــــې پــــه شــړنګ کښې يــــې ګفتــــار ؤ د اجـــل
جـــــــوړ نېټـــــــه وه د اجـــــــــل د امــــام لاس کښې ښکارېــــده
پـــه يــــو وخت کښې به يو کس تـــه اوږدېــــــــده او لنـــډېــــده
اوچېـــــــــــــده او څڅېـــــــــده، کــــــــــږېـــــــــــده او سـمېـــــــــــده
بـــــرېښېـــــده او ځــــلېـــــــــده, قــــــهرېــــــــده او مــــــوسېـــــــده
نــــــه پــــه خُــــــود او نــــه پــــه زغــــره نه پــــه ډال ايسارېــــــده
نــــــه پـــــه زور د زورور او نـــــــــه پـــــه ســــوال ايســــارېــــــــده
لکـــه بـــــرق بــــــه يې روح يـــوړلـــــو پــــرهـر بـــــه پاتے نــــه شو
غـــــړېــــدې بــــه بقــــــې سترګـــــې خـــو نظــر بـه پاتے نـــــه شو
څــــه حســـاب د لسو شــــلو دے لښکــــر بـــــــه پــــاتے نـــه شو
چــې کـــوم سربـــــه ځـــــان تــــه سر وې هغه سربــه پاتے نــه شو
چـــــې بــــــرېښنـــــا بـــــه يــــــې د خـلــــقو پـــــه نـظــــر ننـــــوتـــــه
دا بـــــــــه تــېره وه لــــــــــه زړۀ نــــــــــه پـــــــه ځيګـــــر ننـــــوتــــــه
کوم دښمن چـې نظربــــاز ؤ تـــوريــــالے ؤ هغــــــه ړونــــد شـــــو
په برېښنا د ذوالفقار کښې هوش او عقل کلــــه مـــوند شـــــو
کــه ؤ ډال لکـــه کيکـــوړے خــــود غــر په شانې درونــد شـــو
هغه دروند شو خود به دروند شو چې په خپلووينولونــد شو
دلتـــه شړنګ او هلتـــه برېښ او بيـــا په پنجه د امـــام کښې
پـــــه هــــرصف کښې پـه هر سر ؤ ګويـــا ؤ پـــــه هر مقام کښې
لــــه يو څټ نــــه پـــــه بل مټ وه بيــــــا لــــــه ډډه نــــــه بهــــر وه
لا بـــــه دلتـــــه بــــرېښېده او لا بـــــه بيــــا د بـــــل پـــــه ســــر وه
لا بــــــــــه زغـــــرې فريـــــادى وې پــــــه ټټر وه پــــــه ځيګــــر وه
لا به اوچــــه ښکارېـــــده پـــــه رپ د سترګو کښې بــــه تــــر وه
لکــــــه ژبــــــــــــه د اجــــــل بـــــــه يــــــې د زړۀ وينـــــه څټـــــلــــــه
ګـــــويــــــــــا وينـــــــه د صـفـــــين د شهيـــــــدانو يــــــې ګټـــلـــــه
نــــــــــه مقـــــــداد ؤ نــــــه بـــــــوذر ؤ نــــه سلمان ؤ تمـــــاشا تــــه
نـــــــه عمــــــار ؤ نــــــــه قنبـر ؤ تنهــــــائى وه مــــــرحبــــــا تــــــــه
علـــــمدار يــــــې ؤ پــــــه وړانــــــدې نــه اکبر قاسم يې شاتـــــه
ذوالفقـــــار يـــــې ؤ پـــــــه وړاندې او د اس ګـــــردونه ملا تـــه
مېمنـــــــه، مـېسره، قـــــلب کـــــــه د لښکــــــر مقـــــــدمــــــــه وه
د تــــرتيب بخـــــۍ يــــــې لاړې تــــــار پـه تـــــار وه که ساقه وه
چـې پــه تېښته بـه شوڅوک، ترې ذوالجناح به پــــه ستنه شو
تــــار پـــــه تـــــار بـــــه يـې يو صف کړو بيا به بل پسې پره شو
چې بـــــه غبرګې نېزې راغــــلې زر بــــــه دې ورته پـــه دوه شو
سر تـــــر پـــــايــــه د دښمن د تـــــورې برېښ تـــــه بـــــه لمبه شو
د وښو غــــوندې راتــــاؤ بــــه يې پــه غاښونو کښې کـړه زغره
څنــډول بــــه يــــــې ذوالفقــــار تـــــه اشـــــــاره وه چــــې ونغـــره
چـــــرتــــــه سم لکـــــه د غشى چـــــرته کوږ لکــــه کمــــان تـــــلو
ځينې ســـــر بـــــه ؤ پــــــه ځمکـــــه ځينې سر بـــه په اسمـان تلو
بړبوکۍ وه چورلېدله کـه پـــــه خپــــل ګرد کــــې پنهــــان تلــو
جمعيت يــــې ؤ پـــه ځاے که يوخوا بل خوا ته پرېشـــــان تلو
پــــه کــــــوم ځـــــاے بــــــه چــــې ؤ بس وو به د دۀ سمونه پاتې
پــــــه ميــــــدان بــــــه وو کـــــوفيـــــانو لـــــره بس صفرونه پاتې
ذوالجنـــــاح چـــــې ګېر چــــاپېره کــــــړه قـــلا د سړو مـــــاتــــه
بـــــې لــــه اذنـــــه د امــــام يې ځـــــان رسيد کړو تــــر فـــــراتـــــه
امـــــام وټپــــاۀ وې چـــــې ذوالجنـــــاحــــــــه خــــوشصفـــــاتـــــه
نــــــه اکبــــر شتــــه نـــــه اصغر شتــــه اوبـــــۀ يوسم وايـه چاتـــه
ځــــوړنــــد سرد ذوالجنـــاح شو پـــه وروروبېرته راستون شو
وې پکار چــــــې د امــــام نــۀ شـــــو عبث زمــــا ژونـــــدون شو
نــــــــدا راغــــــلــــه لاس دې ونيســـــه فـــــــرزنــــــــده د بتــــــــول
ستـــــا جمــــــال او جــــــلال دواړه دى د خــــــداے په در قبول
جنــــګ دې نـــــه دے اے امــــامــــه د ملکــــونــــــو د حـصــول
نــــه د جنـــګ لپـــــاره جنــــګ ؤ دا خــــــو جنـــګ ؤ د اصـــــول
سر يې خــــم کړو د تسليـــم او ځـــــان يې وسپـــــارهْ قضــا تـــه
مخ يـــې ستون کــــړو لــــه دښمنـه مخــــامخ شولو رضـــــا تــــه
عـمــر سعــــــد تــــــه خــــو وګــــوره چــــې څـــــه وويــــل شقـــــى
وې چې پرېږدئ ګــــوزارمـــــه کـــــړئ دغــــــه اس دے د نبــــى
تـــــــۀ نسبت تــــــــــه د اس ګـــــــــوره او نسبت تـــــــه د نــــمسى
ځــــــــــــان او تـــــــن د مـحمـــــــد ؤ وينـــــه غــــوښــــــه د علــــــى
ذوالجناح اوښکې رامــــاتې د خېمو پـــــه لــــورى ســــر شـــــو
پېغــــامـــبر د خپـــــل امــــــام ښـــــاغــــلے اس د پيغمــــبر شــــو
يـــــو پـــــه زهــــرو بل پـــــه تـــــوره د نبــــى چـــــې فـــرزندان وو
يــــو نظــــر پــــرې د نيکـــــۀ ؤکــــه دا دواړۀ يــــې چشمــــان وو
پخــــوانـــى مـــرســــلان واړه شهيد شوى پـــه خپـــل ځـــان وو
ولې دا د نبى ځـــــان وو بيـــــا لــــه ځـــــانـــــه ورتـــه ګـــــران وو
دا يـــــوه کــــړۍ وه پــــاتې پـــــــــه زنځــــير د شهـــــــادت کښې
امـامــــت کـــــــړه ورپـــــوره پــــــه ســـلســـله د رســــالت کښې
چـــــې کـــــوم سوال د پــــاک نبى د شهــــادت ؤ هغـــه حـل شو
د حـسېن لـــــــــه شهـــــادتــــــــــه شهـــــادت يــــې مکمــــــل شو
دا چـــــراغ زمـــــونږ لپـــــاره تـــرقيـــــامتـــــه پـــــورې بـــــل شو
هـــــر منکـــــر وتــــــه حمـــــزه پـــــه مخکښې دا دليـل اول شو
شهـــــــــادت د حـسنېنــــو ځـــــکـــــــــــه ؤ د نـبـــــــــــــــــى عـــــېن
پـــــــورتـــــــــه تـــــن يـــــې د حَســـــن ؤ ښکتــه تـن يـې د حُسېن
له طرفه انور شاهين خانخېل
