اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

سر به ښکته چا ته نه کړم په جــهان کــښی
زيږيدلی يم لمن د کـــــــــــــوهـــستان کښې

هسـې رنـګه بـی ايمان دی په پـــښتو کښې
لکه څنګه چې پښتو می ده په ايمان کښې

لـکـه غـاښی د خـيـبـر چـې ټـيـنـګ ولاړ دی
هـــر غــيــلـم وتــه ولاړ يــم پــه مـيـدان کښې

څـه کـه خـاورې مـی جـثـه شـوه سـتا د لاسه
اسويلی وی دی چی ګرزی په اسمان کښې

دغــه پـيـر د پـيـر زوئينې بـه هـــم تــېـر شـي
اې يـوسفه داسې کـيــږې په کـنـعـان کښې

مــا خــو مـخ د پـســرلــی چـــرتـــه و نــه لــيـد
چی ستومانه می ښه ځان کړ په خزان کښې

مـــا لــــپـاره هــغـه لـــومـــی د صـياد شـــوې
امـــيـــلونــه چـی په لاس وو د باغوان کښې

پـــه پـــوکـــــــو د دښــمـنـانـو بـه مـړه نـه شـې
د پـښـتـو شـمـع بــلـــيــږې پـه طـوفـان کښې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←