اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ته وې چېرته

ومه ستاپه تخيول کې ته وې چېرته؟
داشېبې مې لکه اورکې ته وې چېرته؟
بې ديدنه دې له دره په شاراغلم
ګرځيدې مې په انځورکې ته وې چېرته؟
ماګلان دزړه په لاروکې کرلي
انتظاردې په مودوکې ته وې چېرته؟
چامې مالګې په زړګي ودوړولې
دردمې ويښ شوپرهاروکې ته وې چېرته؟
ماداوښکوتسبې ځان ته وې پيئلې
زړه مې نه وؤ ايرادوکې ته وې چېرته؟
په ځنګل کې دبڼومې رانه وره که
غړيدې مې په ليموکې ته وې چېرته؟
دخپل ځانه سره غلئ پسخيدمه
،اصلزی،دې تصورکې ته وې چېرته؟

٢٠٠٨،١٢،٢٢
سويډن

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←