زموږ په کلي کې شرمه جوړوئ
په دنيا حکم چلوونکو خلکو
داتوم بم طاقت لرونکوخلکو
دنيازمونږه يوشريک کلى دى
زمـــــونـــږپـــه کـــلي کـــې شـــر مـــه جـــوړوئ
دخپل حرص اودهوس په خاطر
ژوند ته سنګینه سزامه ورکوئ
دنوي ژوند دنوي فکر په ټال
دغلامۍ تصورمه زنګوئ
مونږه خوبونو له تصوير جوړوو
زمونږ له لاسه قلم مه غورځوئ
درنګ اونوردښکلاډکه دنيا
لوګي ،لوګي فضاکې مه بدلوئ
دادګلونو ماشومانو زانګو
دسرو باروتو په ډېرمه اودروئ
داد نازونو اداګانو نړۍ
دبدرنګۍ په دوړو مه خړوئ
سپرې په ګلونو د لمبوچې کوي
داسې جهاز له لارې مه ورکوئ
دانساني عظمت نه ډکه دنيا
د غاراوغر دورته مه ستنوئ
داټوم بم طاقت لرونـــــــکوخــــــــلکو
ځان ته په خپله خپل ژوند مه لنډوئ
Zamong pa kali ki mshar ma joraway
By: Akbar Syal
