اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

چــــې ستادمخ په ښکلى نـــور ديـره دی
زړۀ مــــــې مـوسى په کـوه طـور ديـره دی

مـــونږه دشعـر مـئــيــن هسې نــــه يـــــــــو
زمونږپه خټه کښې شعور ديــــــــــــره دی

دمــــــينــې يـــــونـــظـر دې څــــه وګـڼـــــــم
چې په کښې څومره ډير سرور ديره دی

مـيـنـه هـم خـونـد کـوى خو زړۀ مې وائى
دلـتـه اشــنـا پـه کـوم قـصـور ديــــره دی

زمــــا پــښــتــون نـــظــره ښــکـتـه نه شې
په تاکښې څومره لوئى غرور ديره دی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←