اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دا د چا دلاسه

زمکه د سوات مې په سلګو ده دا د چا دلاسه
غـوغا ئـې پـورتـه د کــوڅـــو ده دا د چـا دلاسه

ښۀ ئې زۀ پيژنم چې څوک دی خو وئيلی نۀ شم
غلـبـيـل سيـنـه مـې د کــتـو ده دا د چـــــا دلاسه

ښکاري نظر پرې د چا پريوتو د نظره شوله
سيــمـه مـې ډکـه د لـمبـو ده دا د چــا دلاسه

اوس راله خوند د دنيا يو نعمت هم نۀ راکوي
خوله داسې ډکه د ترخو ده دا د چـــــــا د لاسه

راته کړي ياده کربلا داسې ظلمونه وينم
هره کوڅـه ډکـه د مړو ده دا د چــــا دلاسه

نن هغه زمکه چې پرون په ګلدره ياديده
په وينو رنګ د پښتنو ده دا د چا دلاسه

قربانه څومره بې قيمته پښتنه وينه شوه
ارزانـه شـوې له اوبــــو ده دا د چــا دلاسه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←