وحدت
دوه زړونــــو پــــه پــــيـــــونــــد کــــې وي ژونـــدون
جوړ چــې مــيــــنـــې ســــره ويـــنــــه کــــړي ګــــډون
عـــاطــــفــــه وفــــا چــــې شــــي غـــــاړه پـــــه غـــاړه
اتـــفـــاق يـــې يــــو لــيلا کــــړي بـــــل مـــجـــــنــــون
عقــل پـــوهـــه چـــې يــــو بـــل ســـره پــخـــلا شــــي
هـــغـه عـــکــــس ابــــن ســـيــــنــا شـــي افـــلاطـــون
اکســـيـــجـــن او هـــايــــډروجــن جوړې اوبه کړي
نـــتـــــيــــجـــه ده د جــــوړښــــت د پـــــېـــوســـتـــون
او په خاورې شي يو ځاى ســـيــــمه ګـــلـــزار کړي
ملګــرتـــيـا پـــه کـــې پـــيـــدا کـــانـــدي بـــــدلـــون
خوشبــيــني او خــواخـــوږي چــې شـــي ملــګـــرې
بـــــېــــنـــوا کـــړي د خــــطــــر ځـــيــــنـــې مصـــئــون
چــــې نـــيــــــکــــــي او مــــــروت چـــا ســـره وشــــي
د بې وزلـــه زړه پـــه مـــرســــتـــه کــــړي مـــدهــــون
عـــــنـــــاصـــر چـــې ســـره ګـــډ او خـــمـــيــــره شـــي
نــــو کــــمـــزوري تــــه دوا شـــــي او مــــعـــــــجـــون
ننګ چې کلــه شـــهـــامـــت ســـره يـــوځـــاى شــــي
ســـمـــــــنـــــدر پــــه څــــــــپــــو راولــــي پــــــاڅــــون
چـــې قـــطــره قـــطره اوبـــه ســــره يــــوځـــاى شــــي
په اخر کـې يــا ســـيـــحـــون شـــي يـــا جــــيـــحـــون
چـــې هـــمــــــت شــــي د غــېــرت ســره مـــلـــګـــرى
جــــوړ شــــي عــــــــزم د افــــــغـــــان زړه پښـــــتـــون
اتــــــحـــــــاد او اتـــــــــــفــــــاق واړه قـــــــــــــوت دى
چې ولس وکړي په خـــپـــل مـــنـــــــځ کـــې تــــــړون
پــــه تــــرکـــيـــــب او امـــتــــزاج کـــې بـــرکــــت دى
پــه نــفـــــاق کـــې بــدمــرغــي راځـــي بـــېـــلــتـــون
ورور چـــې ورور نــــه مـــــرور شــي او جـــدا شـــي
دواړه شـــي پــه جـــــدايـــۍ کــې جــيـــــګــــرخـــون
چې تقديــر کـــلــه تـــدبـــيــر نـــه مـــخـــالـــف شـــي
عـــقـــل نـــه لــــري د بـــــخــــــــت ســــره ســـــــمـــــون
د ارټ د مــــــنــــګـــوټــــي پــــه څــــېـــــر تــــاوېـــږي
د نـــــړۍ مـــــحـــور عــــــــادي پـــــــه اوښــــــــــتـــون
لمر چې ځمکـې نـه پـنــاه شــي تـوره شــــپـــه شـــي
سبـــا بـــېــــرتــــه بـــلــــې خـــواتـــه شــــي راســتـون
پــــه افــــــق کـــــې چـــــې د حـــســـن تـــــجـــلا شـــي
تورې شــپــې پـــســــې ښـــکــاره شـــي ســـبـــاوون
سـالـم فـکــر کـــې چـــې پــــوهــــه او شــــعــــور وي
د انــســان پــه ګـــټــه جـــوړ کــانـــدي مـــضـــمـــون
چې سپوږمۍ د یار د مـخ ســـره یــــو ځـــای شـــي
روحاني د د هسک اسمان نـه شـــي مـــضــــمـــون
