→ شعر، ادب او هنرلمر په سپوږمۍ مين شو
لمر په سپوږمۍ مين شو
لمر له سپوږمۍ سره مستي وکړله
او په مستۍ کې يې د سپينې سپوږمۍ
د سپېنې غاړې اميل وشلولو
او مرغلرې يې اسمان باندې خورې ورې شوې
چې اوس يې واړه خلک ستوري بولې
لمر اوس د خپلې مستۍ
سزا په خپله ګالي
لمر هر سهار خپله رڼه لمن کې
له لر او بر نه يې راټولې کړي په دې هيله چې
شپه يې سپوږمۍ سره يو ځاى وپويي
مګر جانانه ماښام نه پېژنې
ماښام ظالم دى ماښام ظلم وکړي
ماښام د شپې په لمسون
د لمر لمن له لاسه وښويوي
او مرغلرې ټولې تيت په تيت شي
او مرغلرې ټولې تيت په تيت شي