اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دحبیبزی دوه غزلی

چې له خپل کلی له خپل کوره راغلم
د ستا د شنو سترګو له توره راغلم

زما د قام خلک په اور کې سوزی
خدایه (ج) دوعا یمه سرتوره راغلم

د وخت سیلیو مړاوې مړاوې کړمه
ګني ستا غېږې ته سمسوره راغلم

زما سندرې به دې ویښ کړي کنه
نن ورسره له ټنګ ټکوره راغلم

چې چم ګاونډ مو په یارۍ خبر شي
په بام ښکاره په زوره زوره راغلم

د ستا یادونو مې خوبونه وړي
زلمیه زه دې زړه له شوره راغلم

غزل
د ستا له کلی تېریدلی نشم
دغه ګناه پځان منلی نشم

لارې کوڅې له رقیبانو ډکې
جانانه غېږ کې د نېولی نشم

پداسې کلی او کوڅو کې اوسم
په زوره زوره هم ژړلی نشم

لکه د روح به له بدنه ووځم
خو له رواجه مې وتلی نشم

ستا د ښایست په ګلدرو کې ګرځي
ځلمی زړګی مې رانېولی نشم


Odessa

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←