اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پښتنو بچو

زمــا احـساس بــانـدې کوم ړوند ملا خواري کړې ده
ځـکـــه مـې ورور زمــا په ســر ســودا ګـــري کـــړې ده

چــــــاړه يې ايــښې ده پــخــپـلـــه مـــرۍ زور ورکـــوي
خـــداى خــبـر چــا مې په دې ورور جادوګري کړې ده

څـــومـــره بـــوله دى وايــي ځــان ګټم خو ځان به بايلم
په دې ضــمـــيــر مــې چــا پــه غلا څه باداري کړې ده

د پـــښــتــنـو پـه ســـر کـــې لـــو دى د کــوپړو خرپا ده
ربــه د چــا ښـــېـــرو نـــاتـــرســــه لـــوګـــــري کــــړې ده

هـــېـڅ به ونـه ګــــټي چــې مــا وژنـــي خــــو ځان وژني
هســې يــې ځــان ســـره دوکــه کــې جـــواري کـــړې ده

له خـپله کـوره به ځان خـلاص کړي خو واکدار به نشي
چـــــــا چــې د بـــل فــــکـــر د واک ذمـــه واري کــړې ده

کــوټواله دابه ســـــتـا د بـېـټ نيکـــه دعــا وه ګــوندې
چــې پښـــتـــنو بــــچـــــــو له يې څـو لپې زاري کړې ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←