اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لوګی دی، اور دی لګيدلی د پښتون په کالۀ

مکه اسمان به سره يو ځائې شي ، خو دا نۀ کيږي
روغه په هيڅ جوړ د رقيب سره ، زما نه کيږي

د زړۀ د دړده به څۀ روغ شمه ، خوږو ملګرو!
مسيحا وائي ستا د دې مرض، دوا نۀ کيږي

شپه ښۀ اوږده شوه هيڅوک فکر د سبا نۀ کوي
د ظلمتونو قتل عام بې د رڼا نه کيږي

خداېه زمونږ په ګل غدۍله کومې راغله
چې ئې په هيڅ جوړ له د امن څۀ تابيا نۀ کيږي

لوګے دی، اور دی لګيدلی د پښتون په کالۀ
ددې نه نور ظلم سیوا په پښتونخوا نۀ کيږي

په خر دجال پسې روان يو لار خطا ده رانه
رهبر مو نشته دے يقين مې نور په چا نۀ کيږي

ارماني بيا لېونی شوی اوتې بوتې وائي
ددۀ علاج بغیر له دم اؤ له دورها نه کيږي


Logai dai lagedai OOR di Lagedalai de Pakhtun pa kala
By:Mohammad Islam Armani

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←