اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

څلوریځي

څلوریځه
خیال انځور کړي ستا ددووشونډوښکلا
خو نه مینه وي پکښی او نه و فا

ناببره زړه وای پری ایږده غلط یې
تش ښکلا به دې دغاړی شی بلا

څلوریځه
په دنیا کی که راځخه وي پیسي
زما به غوړي وي دبل په کورکي شپي

که نا اهل وم په اهل به یادیږم
پر نه څه به حاجی یم دمکی

څلوریځه
غلیمان دي خپل ایمان راځخه وړي
دپښتو ژبې دیوان راځخه وړي

په والله که به یې خیر وي په زړه کی
له ټولنی ستر انسان راځخه وړي

څلوریځه
هئ دژوند پر لاره ځو شمیرو کلونه
رانه پاته لکه خړ خړ دیوالونه

په ورو ورو یي دزمان باران کړي محوه
پر راتلونکو کلو اچوو پالونه

جنوبی پښتونخوا مسلم باغ

omari.neginblog.com

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←