اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

زمــــــا غــــــــزل لـــــــــیـــونـــــی ځـــــــان لــــټـــوي
پــه خـپــــــل وجــود کــې خــپـل مـــکـان لـــټـــوي

د خــــوبـــــه اوس هــــــــم راویـــــښ شـــوی نـــدی
پـه پـــټـــو ســتــرګــــو خــپـــل جـــانــــان لــــټـوي

زړه ئــې مســتــي غواړي قـــلـــنـــګ د مـــیــنــــې
د عـــــشق ســــــنـــدره پــــه مــــیــــدان لـــــټــــوي

د پـــښـــــتــونــخوا د غــلــیـــــمــانــــو خــــــــلاف
تــــــوره ، قــــلـــم د خــــوشــحـال خـــــان لـــټـــوي

د تــــاریــــخ پـــاڼـــــې د غـــــیــرت پــــــــــه ژبــــــه
پـــه قــــام مـــیــن هـــغـــه ځـــلــمــیــان لـــــټـــوي

نـسـیـمه سـتــوريـه پـــه حــــجــــرو دیــــــرو کـــې
د ربــــاب ټــــنــــــــــــــګ د ادم خـــــــان لـــــټـــوي


د سبا پلار‏

د ژورې ســــــــــــــــــاه مــــــــــــالــــــــــــــــیــــــــــاره
بـــــخـــــــــــــــــــــتــــــــــــور د ســــــــــبــــا پـــــــــــلاره

د ژونــــــــــــــدون رڼــــــــــــــــا ده ورکـــــــــــــــــــــــه
شــــــــوه د عــــــشــــــق دونــــــیـــــا بــــــیــــــمـــاره

د بـــیـــــــــګـاه د خــــــــــــوب تـــعـبـــــیــــر نــــه
ورخــــــــــطــــــا ورخــــــــــــــــــــطــــــا ښـــــــــــــــــــــــاره

شـــــــــــــی پـــــــــــــوره بـــــه ارمـــــــــــان کــلـــــــــه
نـــــــنـــګ نـــــــــــامـــــــــــوس حــــــیــا بـــــــیــــــداره

بـــــــیـــــــــــــدارتـــــــوب او زلــــمــیـــــــتـــــــوب تــه
شــــــــیــن اســــــمـــان ښــــــکــلا ســیــــــــنـــــګـــاره

تــــه نــــشـــــه نـــــشـــــه ژونـــــــــدون شــــــــــه
کــــــــــــــــــــر د ګـــــــل د وفــــــــــــــــــا یـــــــــــــــاره

د ښـــــــایـــــــست د نــــــیــــــمــــو شــــــــپـــو نــــه
یــــــــــو ټــــــــپــــــــــه رڼــــــــــا هــــــــوښـــــــــــــیـــــــــاره

نــــــور د ځـــمکـــــی پــــــه ســـــــر ولـــــــــیـــږی
فـــــــــــــــن د زړه مـــــــــســـــــــــکا قــــــــطـــاره

د ځـــــــــــــوانــــــــۍ ســــــتـــــرګــــــــې راويـــښــی
د وطـــــــــــــــــــــن هــــــــــــــــــــــوا تـــــــــــــــــــیــــــاره

د تـــــــــــــقــــــدیـــــــر د زولــــــــــــــــنــــــــو نــــــــــــه
جـــــــــــــــــوړه کــــــــــــــــــــړی ده تــــــــــــــــــا لاره

د بــیــلــتـــون پـــــــه کـــــور دی شـــپـــه کـــــــړه
مــیــــــــــــنــه شـــــــــــوه بــــــــــــــــــیـــا ځـــــــــــــلاداره

نسـیم ســــتـوریـــه مــــــــــــرګ او ژونـــــــــد تــــــه
دا کــــــــیــــســه ســـــــــــتـــــا مــــــــــــزیـــــــــــــــــــداره

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←