اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

کوډې

په لېونۍ باندې چا کوډې کړي
په ښاپېرۍ باندې چا کوډې کړي

پنجره کښې بنده شوه ګونګۍ شوه لاړه
په ښارونۍ باندې چا کوډې کړي

يا ئې په مخ تېرسري اوختله
يا په سپوږمۍ باندې چا کوډې کړي

چې شېرعالم ته بدي شوله ښکاره
په مېمونۍ باندې چا کوډې کړي

اوس ماطرف ته هډو هم نه ګوري
په ګلالۍ باندې چا کوډې کړي

په ليوني فرهاد ئې زړه اوبائيله
په شېرنۍ باندې چا کوډې کړي

کامله مور ئې نن په جار اوئيل
په دې جينۍ باندې چا کوډې کړي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←