اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ګلې ستا چي سترګو کي حيا اوړي را اوړي
باز مي دزړګي پاس په هوا اوړي را اوړي

ګوره چي فرصت له لاسه ورنه کړې هغه وخت به
ستا ښکلې ځواني پر لو بلا اوړي را اوړي

مات چي يې شيطان کړي دايمان هډونه بيا به نو
تل دهغو مخې ته ګناه اوړي رااوړي

مسته چي ځواني وي نڅا خوندکوي مزه کوي
بد ښکاري نڅا کي چي بوډا اوړي رااوړي

نن لا عمري ديار وښکلي مخ ته وګوره
وينم بدلونونه دا دنيا اوړي را اوړي

محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ
omari.neginblog.com

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←