اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

رښــــتيا

ستــا په غـم چــي مــا ژړاوکړله
ته په قهقه پـرما خنـــدا وکــــړله

جـانانه ستا هغه وجـــدان چير وو
زما په اوښـکــو دی مسکا وکړله

لاس مي وږدکـو دوست په صفت
په هغـه دم بيــا دی ښــيرا وکـړله

افسوس افسوس دصداقت نن کوم
چي مـا وفــا او تـا خو جفا وکړله

وردګه ستا په صـداقت سلام وي
ټـــولــي خـبـري دی رښتيا وکړله

په مينه او مننه
بسم الله وردګ
چين ګانځو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←