اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د مینې سیلاب


عـــقــــل پـــښــــتــون د ژونـــــد ســــمـــون جــــــوړوی
ســـیـــلاب د مـــیــــنــې پـــــیــوســـتـون جـــــوړوی

ای د کــــونــــــړ د جــګــــــو غـــرونــــــو ســـتــوریـــه
د پــــښـــتـونـــخـــوا د اســــمـانــــــونـــو ســـتــوریـــه
دا ســـتــا یــــادونـــــه مــــې پـــــه زړه وریـــــــږی
د پــــــښــــتـــــنـــو د ارمـــانــــــونـــــو ســــتـــوریــــه
دا ســــــتـــا نــــظـــر زړه د پــــښــــــتــون جــــــوړوی
ســـیـــلاب د مـــیــــنــې پـــــیــوســـتـون جـــــوړوی

بـــــلـــــه ډیــــــــــــــوه د پــــښـــتــــــنــــو وی پــــــلاره
جـــــګـــــه شــــمـلـــه مــــې د نــیــــکـــو وی پــــلاره
تـــــا لــــروبـــــر لـــــپــــاره پـــــــول جـــــــوړ کـــــړی
تـــــه هــــــم غـــیـــرت د پــــــرګــــــــنـــو وی پـــــلاره
پـــخـــــی خــــــبـــری دی مــضـــــــمـــون جــــــوړوی
ســـیـــلاب د مـــیــــنــې پـــــیــوســـتـون جـــــوړوی

هــــم دی ســیــاســـــت کـــې بـــل مـــشــال ســاتــلــی
تــــوره قـــلـــم دی د خــــوشــــحـــــال ســـــاتـــلــــــی
دا « پـــښـتــونــخـــوا» او «ســــنــدریــــز پـــیــــغـام »دی
پــــښــــــتــو ادب لـــــه خــط و خــــــال ســـــاتــــلـــــی
د «قــــلـــــــم تـــــــوره » دی ژونــــــــدون جــــــــوړوی
ســـیـــلاب د مـــیــــنــې پـــــیــوســـتـون جـــــوړوی

«ژبــــسـاپــــــوهــــنــه» چـــــې ذهــــــنــــونــــه ویــــــښۍ
«ســکــروټـــه» خـــــوب نــــه وده زړونــــــه ويـــښـــۍ
د «هـــــوښــــيــارتـــیـــا» او هــــم د « ويــــــری تــلــــه»
زمــونـــږ د ژونـــــد دا ټـــول فــکــــرونـــــه ویــښـۍ
«ژونــدی خــیــالــونـــه» دی پـــوهــــنــــتـــون جـــوړوی
ســـیـــلاب د مـــیــــنــې پـــــیــوســـتـون جـــــوړوی

دا نـــســــیـــــم ســـــــــتـــوری ګــــــــواهــــــی ورکـــــوی
دا ســــــــتـــــا فـــــــکـــــــــرونـــــــــه ازادی ورکــــــــوی
تــــل پـــــــه درشـــــــــل د پـــښـــتـــــــنـــو بـــــانـــدې
وده شــــــــــعــــور تــــــه بـــــــــیــــــداری ورکـــــــــوی
ســتـــا غــنـــی فـــکـــر لـــوی پـــــــاڅـــــــون جـــوړوی
ســـیـــلاب د مـــیــــنــې پـــــیــوســـتـون جـــــوړوی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژبساپوهنه، ژوندی خیالونه،سکروټه ، د هوښیارتیاتله،د ویری تله،دقلم توره ،سندریزپیغام،پښتونخوا ، دا ټول د ارواښاد ستوري د کتابونو نومونه دی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←