اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

لکه زرګر چي دغمی په قدر ښه پوهیږی
داسي سړئ دبل سړی په قدر ښه پوهیږی

زړه چي زخمونه وي بارکړي روغه ورځ یې نه وي
هغه زړګئ دبل زړګی په قدر ښه پوهیږی

څوک چي دمرګ تر پولې ورسي او بیا خلاص شي ترینه
سم ځي پرلاره دمرګی په قدرښه پوهیږی

وخت چي عبث تیرکړي بوډا شي بیا نو
په هغه آن کښې دمرګی په قدرښه پوهیږی

دلته خالق دي باارځښته پیدا کړي هرڅه
دکور چي غلاوشي دسپی قدرښه پوهیږی

زما قسم دئ که دې ورکړم پردې ټوله جهان
ستا خو جانانه عمری په قدرښه پوهیږی
په مینه

محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.neginblog.com

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←