اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اجمل خټک بابا


بابا د سوچ د ازادۍ حسن ښکلا مې ته ئې
جکه شمله مې د نیګونو هره خوا مې ته ئې

چیرته چې شرنګ د تورې یاد شې د سیاست په ژبه
د ننګ غیرت تورې وفا ښکلې مانا مې ته ئې

تاریخ به ویاړې په تا ، سوچ د پښتونوالې لرې
د تاریخ پاڼه د ادب ټوله دونیا مې ته ئې

د خوشحال خان د غرولمنو کې لوی شوی بابا
د قلم تورې د ژوندون د پرمختیا مې ته ئې

فکر او خیال دې د پښتو انګړ ته ژوند بخلی
د ننګ ډګر د هسک د ستورو لا ځلا مې ته ئې

زه نسیم ستوری سلامې یم ستا دی دنګ فکر ته
ای د پښتو د ادب پلاره روڼ سبا مې ته ئې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←