اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

وطنه

ای ځما د لوړو غرونو تاترو وطنه
چې ازمری پکښ اوسيږی سردرو وطنه

جګه شمله زه ستا په پت کښ په دنيا ګرځوم
چې دی عالم درته حيران د ننګ پښتو وطنه

په سر سرتورد خويندو ميندو د سلګو نه لوګې
د خپلو ورونړو شو ی کفن د لوپټو وطنه

څو که غليم يو جدا کړی يو تر بله سره
کوئټی ، کابل اؤ پيښور د دپښتنو وطنه

د پير روښان ، د احمدشاه ، د باچا خان په شا نتی
د درنو غټو پښتنو لوړو شملو وطنه

چي ستا غيرت ته سکندر د مچ وزر ښکاری
چې کړو يرغل پی يوسفزو د شا ځلمو وطنه

چي د ايمل اؤ دريا خان وينه غورځنګ اووخی
دغليم کور کښ بی پايانه ذلذلو وطنه

دخوشحال ننګ چې د پښتو توره کښ او پړقيږی
مغل په کور کښ کړی ماتم د ميړنو وطنه

د ميرويس روح په لړزان دی تپوسونه کوی
د پښتنو کور کښ بی ځايه تربګنو وطنه

ځان به کړم خاؤری ستا په سر باندی به سر ورکوؤم
د ټول جهان د پښتنو نه دا خبر درکوؤم

چې کړی اولس پکښ ميلې سخی مزارمې قسم
چي وی ګل ګل ، ميوه ميوه په کندهارمې قسم

چې د باګرام له لوری درومی ګل ورين بادونه
د سرو ګلونو چې وی ډهک په نګرهار مې قسم

هسکه غړ ی کښ د پنجشير د بدخشان لالونه
په ورشوګانو دکندوز باغ و بهار مې قسم

چې ننګ ناموس ورته ډالئ د مشرانو پاتې
د تودې وينې د پکتيا په سور انګار مي قسم

چې د تاريخ په تندی بريښی دسپوږمئ په شا نتی
دهنرمندو د باميانوو په شاهکار مې قسم

چې د امو دريا غورځنګ کړی په چپو راشی
د اټک سيمه کښ په ښکلی نوبهار مې قسم

چې د چترال ذولفې خورې شی د جهلم په سينه
په سرو ګلونو د پغمان قطار قطار مې قسم

د پېښور ارته سينه کښ چې ميشته دی سره
د لر اؤ بر د پښتنو په ښکلی ښار مې قسم

دملاکنډ ، مدين ، بحرين هم د کالام په لمن
په سندريزو ابشارونو نغمه زار مې قسم

د قيصه خوانې اؤ هتی خيلو سربازانو په نوم
هم د ميوند اؤ د ټکر د شهيدانو په نوم

سلګئ اخره چې اضغر کړله په غيږ کښ د مور
د پاکې وينې د بابړې ماشومانو په نوم

د پلار نيکه د کور تاوان له درست جهان غواړمه
د امن ډک به ترې اوس لوی افغانستان غواړمه

• علی اضغر يو ماشوم وو چې د بابړې په خونړې واقعه کی د مور په غيږه کی د پاکستانی فوځيانو په ګولئ باندې اولږيدو اؤ شهيد شو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←