اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

په خپل جانان پورې يو بم تړمه
راشه په ځان پورې يو بم تړمه

تل ې خوړلې دَ غريب حقونه
دَ کلې خان پورې يو بم تړمه

ما چه د ځان د سر قاتل جوړوې
په دې شيطان پورې يو بم تړمه

په تا مِ لاس رقيبه چرته رسې
په خپل ارمان پورې يو بم تړمه

دې شینوګې نه پې ډالرې اخلم
په ټول افعان پورې يو بم تړمه

انسانیت نه دې پې ؤځم خیر دی
خو بل انسان پورې يو بم تړمه

دَ دې دُنيا يو څو ټاکو د پاره
په خپل ايمان پورې يو بم تړمه

(دغه زما مُسلمانې ده (ساده
چه مُسلمان پورې يو بم تړمه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←