اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

خدایزده که بیا مو قافلې د ژوند په لار وختې
فنکار توبه وکړه، سندرې مو په دار وختې

پام چي په بم مي د رحمان غوندي ونه نازوې
که مي ناڅاپه د خوبونو په مزار وختې

هغه د تورو شپو د تور طوفان زړې خبرې
هغه خبرې مو په کار راغلې، د کار وختې

دادي ګلونه کړي، لاهور په خوشبویي مستوي
چا وې چي ختم شولو، جرړې د کوکنار وختې

تخت که زموږ دی، خو د بخت واک مو ځانمرګو وړﺉ
زموږ د واک شېبې په واک کي د بمبار وختې

قتل شو ورک شو د ګل څانګو د غوټیو امېد
وروستۍ سلګۍ مو په وطن کي د چنار وختې
۞۞۞

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←