اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

اُوښکه ملغلره ده په سترګو کښې
څومره بختوره ده په سترګو کښې
حال دَ پټو زړو وايې

څوک وي ناخبره ده په سترګو کښې
بیا بیا چې مسکې ګوري
پټه څه خبره ده په سترګو کښې
چغه دَ قربان غواړي

جوړه یوه سندره ده په سترګو کښې
زړونه وړي دَ خلقو نه
سمه جادوګره ده په سترګو کښې
بیا ساده چېړلې ده
بیا چې مراوره ده په سترګو کښې


Poety By: Habibullah

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←