د سوات غږ
راشئ زما د وينو خوب له يو تعبير وګورئ
چې زه د وينو په درياب کې اوس ډوبېږم ولې؟
راشئ او ماله څوک زما د لاسو فال وګورئ
چې زه په توره، توره شپه کې حلالېږم ولې؟
راشئ زما د پسرلي ګل ته به څه وايئ اوس؟
دا زه په خپلو پرهرونو کې ټوکېږم ولې ؟
راشئ زما د غرونو واورو کې لمبې د څه دي؟
دا زه د خپل احساس په اور کې چې سوځېږم ولې؟
راشئ زما سندره داسې لېونۍ ولې شوه ؟
دا زه د خپل رباب په هر تار کې ژړېږم ولې ؟
راشئ په ما کې لوى کابل او اريانا اوينئ
دا زه نجيب، نجيب منصور، منصور زنګېږم ولې؟
راشئ او ماله دې څوک راولي د امن سفير
دا زه په سور کفن کې بې دعا ښخېږم ولې ؟
راشئ او ما د توره بان د جنج نه بيا اوګټئ
زه د پېريانو په ډولئ کې چې ورکېږم ولې؟
راشئ زما نه لېوني خونړي سپي کرې کړئ
دا زه په خپل کلي کوڅه کې سرتورېږم ولې؟
اى ژوند پرستو، قام پرستو داسې چپ ولې يئ؟
د پېښور په نشو مستو داسې چپ ولې يئ؟
