اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

نظم

د وطـــــن د ګلــــدرو سندرې وائيم
زه د خاورې د سپرلو سندرې وائيم

نور د ښکلو ښاپيرو سندرې وائي
زه د پيغـــــــلو پښتنو سندرې وائيم

د وطن سيندونه دشتې ځنګلونه
زه د لوړو لوړو غرو سندري وائيم

چې د تورې غږ ئې خور په ټول عالم دی
زه د هغه شاه ځلمو سندرې وائيم

نغمه ګر د پښتونخوا د هرې سيمی
د خيبر د تاترو سنـــــدرې وائيم

زه د خپلې پښتنې خاورے شاعر يم
ځکه هر وخت په پښتو سندري وائيم

زه فيروز په خپل وطن باندې مئين ئيم
ځکه تــــــل د پښتنو سندرې وائيم


Nazam
Poet: Mr. Feroz Apridi
Pak Pashto Adabi Tolana holds mushaira

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←