اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ستا په غېږ کي رالوي سوی مريی نه يم
چي ترتا سپېلنی نه سم زلمی نه يم

که بېرغ د آزادی مي له لاس ولوېد
هغه وخت به دا ګڼم چي ژوندی نه يم

هريو خيال مي د نسيم په ميو مست دی
بې غليمه و هيچا ته ازغی نه يم

زرغونې ونې دي ‌‌ډار دي ‌ډار له ما ځا نه کړي
ځل هم نه يم د خزان که سپرلی نه يم

که پر ځاي د ننګ مي ونه کړله توره
د آسيا د زړه منلی زمری نه يم

که پر خوږو د بل خوږ زه زيارکښ! نه سوم
بيا ‌‌ډبره يم د غوښي زړګی نه يم


- ‌ږوب

Posted By:
رفیع الله مندوخيل
Mr. Rafiullah Mandokhail
Cell # +92-300-3937628

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←