اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

مسیحا


تـــــیـــغ د وفـــــــــا کـــــــه د جـــــفـــا رانــــــه شـــې
دې ســــور پــــالـــنـــګ تـــه بــه لـیـــلا رانــــه شې

لــــــږ خـــــو تـــپـــوس د خــــپــلــــې ســــاه پــکار دی
د بــخــت ســـجــــدې تــه کــه ښـــکلا رانــــه شـــې

دا ويــښ ســـبــا چـــې نـــن پـــه خـــوب ویـــده دی
د ژونــــد سیـــنــګــار لــه بـــه ځــــلا رانـــه شـــې

ولــــــی لارښـــــــــــود د غـــیـرتــــونـــــــو نــــــه اورې
قـوی مـــورچـــل کـــه پـــه رښـــتـیــا رانــــه شـــــې

کــــړې وعــــده بـــــه اوس پـــــــــوره کـــــې کـــه نـــه
کــه هـــوښـــــیـار فــــکــــر لـــــه رڼــــــا رانــــه شــــې

سـیـنـګـار د بـخـــــت د نــېــمـې شــپــی چـــراغ کـــړه
پـــــه تـــــوره شــــپــه کـــــې چـــــې بـــــلا رانـــــه شــــې

ژوبـــل حـــــالات بــه ، پـــه وخـــــت وکـــــړې غــوبــل
تـــــــــور ه قـــــلــــم کـــــه د بـــــابـــــا رانـــــه شــــــې

هـــســــی نـــــه خـــړ ســـیــلاب مـــو ویــسـې ګــــوره
پــه یــــــوه خــــولــــه کـــه مـــو ســــلا رانـــه شـــې

هــــــر څــــــه ګــــټــــلـــی ، مــــــو بــــالــلــی دی نــــو
کـه پـه نــقـــشه کـــې پـــښـتـونـــخـــوا رانـــه شـــې

بــــیــا بـــه دونــــیـــا د مـــیــــنــې څــــوک جــــوړوی
روح د ســـبــــــا تـــه چــــــې ســــــبـــا رانـــــــه شـــــې

د مـــحــبــــــت تـــنـــــاب شــــلــیـــــدلــی بــــــه وی
د ژونــد دســتـور لـــه، کــه ئــې ســاه رانـــه شـې

نــسیــمـه ســتــــوریـــــه ژونــــدې مـــــړه پــــراتــه دي
نــــــن کــــــه امــــســـاء د مـســـیـحــا رانــــــه شــــــې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←