اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پښتونخوا

کور د پښتنو چي بیا په نوم د پښتونخواشو
دا د ژوندښه زیرې هر پښـتون ته د دنـیا شـو

هــــره سیمه نـن د ی هغه قوم په نــوم یادیـږي
ځکه پښتنوسیمه په نـــوم د پښتونخواشـو

دا د هر پښتون اوهــرافـــغان د زړه آرمـــان وو
نوم د استعمارصوبه سرحدچی پښتونخوا شو

دا بختــور نـــوم دی پښــــ‎تنو تـــه مـبارک وي
نوم د احمد شاه بابا ژوندی په پښتونخوا شو

‎کور د پښتنو ته سوله راوړۍ لویــه خدا یه
لرو بر پښتون نن په جنـــګونو کی تالا شـو

ویانا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←