اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ستورى صاحب لټوم

15.02.2007کولن ـــ جرمنى


پیاوړى ملى شخصيت ډاکتر کبير ستورى چې په کونړ ولايت کې زيږیدلى ؤ د وياړه ډک انسان ؤ . د سپڅلى ژوند خاوند ؤ . د هر وړوکى سره وړوکى او د هر ځوان سره ځوان ؤ .
ده هميشه لپاره د خپل وطن په هکله فکر کولو . نوموړى يو ټولنيز او ملى شخصيت و د هر پښتون / افغان په درد دردمند ؤ . په پښتنى / افغانى ټولنه کې ما تراوسه دده په شان غمخور انسان نه دى ليدلى . د ټول پښتون ملت لپاره دده مړينه يوه ستره ضایع ده . روح دې ښاد وى .

د خدايبخښلى ډاکتر ستورى په هکله مې دا لاندى څو بيتونه چې شعر نه دى خو شعر ته ورته به وى وليکل هيله مند يم چې د شعر او ادب خاوندان ما ملامت نه کړى .

ستورى پسى تللى وم « ويسلينګ » ته رسيدلى وم
« کروړ » راته ويلى هــغه پخــوا لــدى ځــاى تللــى دى

د شــنو درو پـــه منــځ کې ، پـه ديــرو او پـه بانــډو کـې
د ټـــولــو لــر او بــــــرو پــښتــنـــو ســتــورى لــټـــوم

د کــونــړ د سيند پــه غــاړه د لويــو بـيلــو پــه منــځ کــې
ســـتــورى پـــسى ګــرځــمــه هـــر لـــورې لــــټـــوم

د خاص کـــونــړ ورشـــو کې ، د تنر په منظرو کې
زه دغــه نــومـــيالــى ســتر انــسان ســـــــتــورى لـــــټــوم

راځــى چــې ســره ټـــول شــو او پـــه ګــډه دوعــا وکــړو
دى پـــــاتــــى پـــښــتـــنو تـــه د ســـر ســـيـــورى لـــټــوم

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←