اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

نظم

ژباړه دښاغلی فیروز اپریدی

نو بيا دلته د ځنګل قانون نافذ کړه
دځنګل هم خپل قانون دی که پوهيږې

چې زمري په خيټه موړ وي حمله نه کړي
د اوبو د پاسه څانګه کښې د ونې

د مرغئ په جاله نه کړي مهيان بلوڅه
د مرغئ بچوړي خپل همسايه ګان کړي

په سيلئ کښې چې د ونې خا خ خوزيږي
مينا خپله جاله پريږدي زر په منډا

د کارغه هګئ نه خپل وزر ارتاو کړي
چې د جالې نه بيا لاندې ګزار نه شي

که د جالې د مرغئ بچې غورځيږي
ټول ځنګل ورسره ويخ شي او چيغيږي

که درياب کښې طغيناني راشي غړمبيږي
په يوه تخته بيزه زمرې اودريږي

لويه خدايه ذولجلاله پاکه ربه
دا زمونږ په ښاريو کوم يو قانون دی؟

که انسان په خپل قانون باندې تلې نه شي
نو بيا دلته د ځنګل قانون نافذ کړه

Nazam Poet:Zuhra niggah
Translated By: Mr. Feroz Afridi

feroz afridi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←