اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

کلي او کوڅې له خوبه اوباسي
جنګ چې سترګې سرې له خوبه اوباسي

ستا ټوپک دې ستا په لاس کې وچوي
پېغلې پښتنې له خوبه اوباسي

څه دستا غمونه ، یادګارونه شي
څه مې وسواسې له خوبه اوباسي

ورځ یې په وعدو راباندې تېره کړه
بیا به مې د شپې له خوبه اوباسی

دا تنکی زلمی او دا تنکۍ مینه
پرېږده چې ډېوې له خوبه اوباسي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←