اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غوڅه مانا

د رنــــــــګــــــــونـــــو پــــه ښــــکـلا کـــــې
څــــه د ســـــتـــورو پــــــــه رڼــــــــا کــــې

ژونـــــد او مـــــرګ ســـــره تــــضــاد دي
لـــــیـــــــونــــــــــیـــه دی دونــــــیــــا کــــــــې

ســتــرګــې شـــــوخــې دي ، ښــــایـــستـــه دي
تـــــــــــازه ګـل لـــکـــــه بـــیــــدیـــــا کـــــې

څــــــه جـــــــذبـــــه د عــــــقــــل ورکـــــــه
د پـــیــکــــه زړونـــــو پـــــه غــــلا کـــې

د نـــســــلـــــــــونـــــــــو ورتــــــــه پـــــاتــــې
پـــیـــــــغــــورونـــــه مـــــاتــــه مــــلا کـــې

رنــــګ د ژونـــــد بـــه څـــه بـــــدل شــي
د خــــــرڅ شــــوي ذهـــــن ســـــاه کــــې

دا ســــــــــیــــــلــــــۍ او طـــــوفــــانــــــونــــــه
د ســـــپـــرلــــي غـــــوټــــــۍ فـــــضـــــا کـــــې

اور بـــــه ژونـــــــد د مـــــیــــنــــې وژنـــــي
د نـــــــــفــــرت مـــــســــتـــه ګــــډا کـــې

پـــــاتـــی زړونــــــو کــــې بــــه څــــه شــــي
ولـــــــږه تـــــــــنـــــــده پــــــــــه حــــیــــا کـــــې

نــــــــاقـــــــلاره حـســـــن خـــــــــیـــــــال تــــه
د نـــــبـــــــضـــــونــــو پـــه ګــــنــــاه کــــې

نــســــیــم ســــتـــوریـــه ســــپــرلـــی نــشــتــه
د خــــــــــزان ســـــپـــیـــره نــــــــــڅــــــا کـــــې

وارخـــطـــا بــــــه قــــصــــور وار شـــې
د اجــــل غــــــــــوڅـــه مـــانـــــا کـــــــــې


Ghotza Mana
Poet: Nasim Stori

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←