اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

راتـــه وایـه یو ټـبـر پښتانه

ښـــــــه رابـــانــــدی نـــه لـګـــی
چـی واورم لـر او بــــر پښتانه

ښکته او پورته پکی نشته
راتـــه وایـه یو ټـبـر پښتانه

چی د نیکو شملی کړی پورته
سره یو کړی په سنګر پښتانه

چی د لر او بر پیغور نه خلاص شو
ورتــه به نیسی لــوی ټــټـر پښتانه

چی جنازی ددوئ روانی په تورخم وی
حساب به ئــی نیسی دخـیـبــر پښتانه

چی دډیــورنډ کـرښــه شــی ورانــــــه
یو ځای به نمانځی هر اختر پښتانه

که باوری د پنجابی بیرغ ګزارکړو
ګـرځـوی بـه پـه خـپـل سـر پښـتـانه


Rata waya yaw tabar Pakhtana
Poet: Gulaziz Bawari
Münster-Germany

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←