اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

هغه پاڼه د ګلاب ده که مي شونډي د صنم دي؟

هغه پاڼه د ګلاب ده که مي شونډي د صنم دي؟
هغه يار په لب خوالي دي که په ګل څاڅکي شبنم دي؟

طبيبانو قيصه نه ده ، نه ي بل څه علاج هم شته
که يوازي لاس مي په زړه کيدي زړه ته مي مرهم دي

خزان جوړ ګلشن ويجاړ کړو د بهار نه مخکي مخکي
مالي هم پريشان دي په بوراګانو هم ماتم دي

نه ساقي ته يم مختاجه نه جامونا مي پکار دي
د حيا نه ، د ادا نه ، له خماره ډکي هم دي

د کاږو کاږو باڼو ي په زړګي همدرد سورئ کړم
دا باڼه خدائ ورکړي که تيرو نيزي لړم دي

هغه پاڼه د ګلاب ده که مي شونډي د صنم دي؟


Iqbal Humdard Khattak
Sr. Software Engineer
Sofnix Limited
F-8 Markaz
Islamabad

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←