اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

چي بيـــــــــــــــانه توره پورته سي نه سرپه وينورنګ سي
باداره دغه جنګ دي دوطن دي دوطن آخري جنګ سي

که زړونـــــــــــــــــــــــــــــــه سره ورکړواولاسونه سره ورکړو
داکانړي به لالــــــــــــــــــــــــونه سي،دابوټي به لونګ سي

ترڅوبـــــــــــــــــــــــــــــــه دوي پرکلي کلي ګرزي دابه وائي
چي دامېنــــــــــه دي ورانه سي اوهغه کوردي ړنګ سي

زمونږځلمي چي جنــــــــــــــــــــګ ته هڅوي نوورته وائي
چي هسي که موکښېښــــــودې نوتوري به موزنګ سي

که ګــــــــــــــــــــورې له لستوڼي به ئې سورخنجرراووځي
دروېشــــــــــه! چي روان درسره څوک دلته پرڅنګ سي


رالېږونکى : رفيع الله مندوخېل

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←