اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

هیلې مي له دردسره پخلاسوې په یـــــــــــــــوه یـــــــــــــوه
اوښکې مي له سترګوراجلا سوې په یــــــــــــوه یــــــوه

ما چي به ستا نوم پرې اخیستۍ هغه دخیـــــــال تسپې
پرې سوې بې طالبه بې ملاسوې په یـــــــــــوه یـــــــــــــوه

هغه پخوانۍ توري او زغرې زموږ دپلارنیــــــــــــــــکه
چیري دي چایووړې ټولي غلاسوې په یــــــــوه یــــــــوه

څومره پښتنې په پردي جنګ کي کونډي بوري سوې
مینزي سوې بې ستره بې کلاسوې په یــــــــوه یــــــــــوه

بخته! زموږ دامن ښایستــــــــــــــــــــه اوتاریخي سیمې
څنګه دسرووينوکربلاسوې په يـــــــــــــــــوه يــــــــــــــــــوه


شاعر: داؤد بخت مندوخېل
رالېږونکئ: رفيع الله مندوخېل
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←