اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

چې بې ننګ اوبی پښتو وی

چې بې نـــنــګ او بــې پـــښــتــو وی پښتون نه دی
چـې د قــوم پــه شــرمـیــدو وی پــښــتــون نـــه دی

پــښـتــون هــغـه دی چـې غـم د تـمـام قــوم خــوری
چــې د ځــان پـه جــګـېـدو وی پــــښــتـون نـــه دی

د پــښـتــون نــظــر مــدام پـــه نــــنــګ و نـــام وی
چــې نـظــر ئــې پــه پـــیــسو وی پـــښــتـون نه دی

پــښـتــون هــر کــلــه طــالــب د خــپـل شــرف دی
چـې طالـب د سـپـیـنو سـرو وی پــــښــتـون نــه دی

پــښــتــون تــل پـخـــپــلــه ژبــه ټـــیـنــګ ولاړ وی
چې پــه دروغ ئـې ګــفــتــکــو وی پــښــتـون نه دی

پــــښـــتــون نـــه شــی بــاداری د چــــا مــــنــلــــی
چې اخــتــیــار ئــې د پــردو وی پـــښـتــون نــه دی
‍
په نــصـیــب د ملـنـګ جــان دغــه مــسـرې شــوې
چې خــپــه پــه دې مــســرو وی پــښــتــون نــه دی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←