اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

سندره

اوس به شي ويرانه که د زړه دنيا ودانه ده
دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده

په شونډو ئي سرخئ ده
په پوزه ئي نتکئ ده
راغلي ئي ډولئ ده

ښکلي نازولي په ښائست کښي نن بي شانه ده
دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده

نن ښکلي ډول غږيږي
په ضد پيغلي ګډيږي
خلک خاندي خوشاليږي

ما بي پامه خوله بل خوا نيولي د خفګانه ده
دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده

اوس وخت د رخصتئ شو
رقيب ته د ښادئ شو
زما جهان پردئ شو

په ما چي څه تيريږي دا په خوله باندي آسانه ده
دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده

شيرينه شوه روانه
بي خوفه بي خفګانه
ګذاره مي شوله ګرانه

ګلونه د بل چا شو ما موندلې د خزانه ده
دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده

يو ځائي کښي تماشا شوه
بل ځائي کښي هنګامه شوه
برباده مې خانه شوه

همدرد څه وکړي خدايه اوس وه خپله اوس بيګانه ده
دا وخت د قيامت دی ليلي بل کورته روانه ده


Muhammad Iqbal Khattak - Hamdard -
Sr. Software Engineer
Sofnix Limited
Islamabad, Pakistan
www.humdard101.webs.com

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←