اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دوړې مه راولئ کلي ته

رنګ په رنګه رنګ د ښکلا په ښکلولو شو
کله چې د رنګ خاوند د رنګ په پنځولو شو
مينې د ښکلا پر لمن ښکلي ګلان وکرل
هاغه انځورګر چې د انځور په انځورلو شو
خوږ د هر بدن ګڼه د مينې د سيالۍ کيسه
داسې هم هرکله د هر تن په ځورولو شو
سترګې خداى راکړي چې پرانسي هرڅه وګورو
خوار ملا دې خوار شي چې په سترګو پټولو شو
خيال او ګمان دواړه د احساس په لياره يون لري
مينې نه ځارېږه چې د سر په ځارولو شو
څوک چې نه حيا لري، نه ښه کاندي، نه مينه کا
هر کله هر څوک د داسې کس په سپکولو شو
ډېر ښاغلي راغلل غوټي واچولې لاړلل
ښه راغلاست! هغه ته چې په غوټو پرانېستلو شو
هرڅه د رڼا په لور وزرې د پرواز غواړي
يو د غم ګونګټ دى چې تيارو ته په ورتللو شو
ما د نېکمرغۍ په هيله ځان ستړى کاوه مګر
زړه مې په وړيا کې د يو ښه ژوند په غوښتلو شو
راغى د هر غم دپاسه غم خو د سيالۍ په دود
کله چې د ژوند مهال د غم په ځنګولو شو
نه تر سترګو کېږي پاى د غم لا ترمرګي پورې
هر کله هر ګام د ژوند د غم په اوږدولو شو
مه وايه رښتيا چې د طالب ملا په نوم باندې
هر پښتون سپېڅلى و زندان ته په بېولو شو
اوښکه د خوښۍ ده چې له سترګو مې هېڅ نه څاڅي
نور د غم هرڅه دي چې پرمخ په ورولو شومه
دوړې د جنون د سارا مه راوړئ نور کلي ته
عقل چې په مينه د مجنون په پوهولو شو
ډېر درزيان لګيا دي په درزونو اچولو کې
ښه درځي هغه چې د درزونو په ګنډلو شو
کله چې شيطان زوى د شيطان پر کلي ورغى
هر يو د ادم بچى له کوره په وتلو شو
چا چې د انصاف او عدالت چيغې وهلې وې
هاغه خو په خپله د انصاف په نه منلو شو
چا چې په کابل کې د اسلام د خلافت ويل
هاغه خو په خپله د کابل په ړنګولو شو
يو د ښکليو مينه ده، بل غم د هېواد ځکه نو
هر چېرته "څاپى" په دې ګناهو د نيولو شو.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←