خپلو شاعرانو، اديبانو فنکارانو ته
زما د ګل وطن د فکر و فن خوږو ملګرو
د رنګ او د شعور د رڼاګانو سرو بڅرو
اى څه شوئ، څه شوئ، څه شوئ، چرته لاړئ که اوده شوئ
غټانو رانه وخوړئ که بې اجله مړه شوئ
د غر په دغه لوړ سر چې دا سپين ستوري ځلېږي
دا مستې پلوشې يې رڼې اوښکې دي ژړېږي
د لوى وطن ښاېست مو دلته لوټ هلته تالا شو
زما او ستا پښتو او غېرت لاړ د چا او چا شو
دا ولې مو ژوندون راته تنور لکه سور اور دى
دا ولې مو د پلار نيکه خپل کور راته نن ګور دى
دا ولې مونږه هرڅه، هرڅۀ يو، ولې هېڅ نه يو
لږ وغړوئ سترګې په دنيا کې مونږه څه يو
دا ولې دا څه وشو څه روان دي دا څه کېږي
ترڅو به دا اسمان را اپوټه په موږ څرخېږي
بس وشوه، وشوه، وشوه، راشئ وګورئ جهان ته
خپل کور خپلې پښتو ته، خپل سبا ته او خپل ځان ته
راځئ د خپلې وينې، مينې، ډکه خاوره ښکل کړو
راځئ دا تنور شوى جنت ګل کړو، ګل کړو، ګل کړو
قلم ته مو د خپل بابا، د تورې ځلا ورکړو
وطن ته مو د ننګ او پت د مينې رڼا ورکړو
ادب د تاترې د سر د ستورو پلوشې کړو
هنر د اباسين د ملغلرو شنې چپې کړو
شعور مو د غېرت د ډک هډونو ولولې کړو
دا فن مو د ژوندون د ګډاګانو زمزمې کړو
د خپل ښاېسته وطن په ټپو مسته دا فضا کړو
دا خوار سپېره خيرن ماحول، موسکا، موسکا، موسکا کړو
د فکر و فن لالونه مو ايرې پټوى نه شي
د ننګ و پت زخمونه په چل ول جوړېدى نشي
راځئ چې د وطن ارمان شعرونو کې نغمه کړو
راځئ چې د غېرت دا پرهرونه سره غنچه کړو
زما د ګل وطن د فکر و فن خوږو ملګرو
د ننګ او د شعور د رڼاګانو سرو بڅرو
دا ستاسو د قلم، شغلې به مينه د وطن شي
ولس به هم ژوندون شي هم ښکلا شي او هم فن شي
Da Pakhto Da Adab Plar Ajmal Khatak Baba
