اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

وادۀ

هسي خوند کوي چي وي دي په خيالونو کښي
هېڅم مزه نشته مونږ په دي وادونو کښي

په څلويښت زره توله شوه دا زرګر سره
درته يو ښځه پريوځي په لاکهونو کښي

وائي به دي خاورو ګټو کور کښي مي زړه نۀ لګي
ځه چي لاړ شو خوشالي وکړو ښارونو کښي

هره شپه به درته يوه پاڼا سبق وائي
چي قدر زما نشته کمه يم په يوڼو(1 )کښي

چي نۀ منے خبره شپه دي کور کښي ګرانه ده
چي ومنے خبره سپک به وي په وروڼو کښي

ځان به دي مختاج کړي خپلو به دي بيل کړي
ذوي به پاتي نشي مور پلار په لاسونو(2) کښي

په عمر به مقروض وي ښځه به راځي نۀ کړي
همدرده ! ژوند به دي تيريږي په غمونو کښي

(1) ليورۀ ښځه
(2)دعا
Muhammad Iqbal Khattak
Sr. Software Engineer
Sofnix Limited
Islamabad, Pakistan
www.humdard101.webs.com

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←