اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دپښتونخوا مينه

زما لـه سرو وينونه ډکې سترګې
کړي ستا لـه غمه غړغړې پښتونه

سبا بيګاه زما لـه سترګو څخه
اوښکې راځي سړې سړې پښتونه

يوه ګړۍ مې لـه نظر نه ووځي
دا ستا جامې زړې زړې پښتونه

ارمان مې تل خدايږو دى دا په زړه کې
چې سم په سم شو د سيالانو سره

ستا په سوداکې ليونو غوندې
تور لوغړن سر په بيديا ګرزمه

ستا د رفعت او اعتلاء په غم کې
دکور و کلي نه جدا ګرزمه

لکه مجنون مست يم قام په مينه
په خيټه وږی بينوا ګرزمه

بله ژړا بله غوغا نه لرم
زما سودا ده عزيزانو سره

د ټول پښتون واړه زاړه ځينې
مجاهده د شرافت غواړمه

د پښتونخوا لـه ننګيالو زلمونه
په صداقت سره الفت غوړمه

زلميانو ستاسو د وحدت لپاره
داحمدشاه شان و شوکت غواړمه

يوه ګړۍ ژوندون خپلواکي ښه ده
نه هزار کاله غلامانو سره

پاڅه دې عصر ته نظر واچوه
څو به دجهل په پردوکې اوسې

هله زړه جونګړه ولړزوه
څو به بندي تورو پنجرو کې اوسې

تر څو به ناست يې لاس تر زنې اشنا
څو به دنورو په پنجو کې اوسې

هميشه دانارې سورې دي زما
يو اتفاق وکړئ زلميانو سره

دا زوړ ژوندون به دې ترڅو وي نصيب
هله زر ويښ شه د غفلت لـه خوبه

هله زر پاڅه اى ويده زلميه
دکسالت اوعداوت لـه خوبه

کله به شې بيدار غافل پښتونه
د ځانځانۍ او نغافت لـه خوبه

ارمان دى دا ارزو دغه ده زما
چې برابر شو کاروانيانو سره

ليلا ولاړه ده سور لاس په تندي
هره خوا ګوري د مجنون لـه غمه

وړې سلګۍ يې کراري نلري
د فراقت او د بيلتون لـه غمه

دخيال مرغه مې دا نارې وهي تل
وزر يې وچ شو د پښتون لـه غمه

خدايږو ((سېلاب)) د پښتونخوا په مينه
حسابوي ځان عاشقانو سره


De Pakhtunkhwa Meena
By: Late Amanullah Sailab Sapi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←