اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پسرلیه لږ څه راوړه پښتنوته؟

پسرلیه بخـتور زېـرې راوړه پښتنوته
پسرلیه دخوښې زېرې راوړه پښتنوته

تحفې رنګ په نګ راوړۍ هرچاته
تحـفې د هر یوالې راړوه پښتنو ته

ښکولآ او خندا راوړۍ ګلیـستان ته
ښکولآ د خـپلواکې راوړه پښتنو ته

رڼا د خـوشحالی راوړۍ هـرچا ته
رڼا د هـر کامـیابې راوړه پښتنو ته

غږ او مستــې راوړۍ بلبلانو ته
غږ د صـــلحې راوړه پښتنو ته

پـټې د هر زخم او درد راوړۍ تۀ
پټې د دغې جګړې راوړه پښتنو ته

باران د هر برکت راوړۍ هر چاته
باران د هر راحتې راوړه پښتـنو ته

غو ټې او پاڼې راوړۍ هـر بوټې ته
غوټې دعلم او پوهې راوړه پښتنوته

درمان دژوند به راوړۍ ذ بیح الله ته
درمان دهر بیچارګې راوړه پښتنوته

خداېه پسرلی دۍ رڼا راوړۍ تیارو ته
خداېه رڼا د هر اسانې راوړه پښتنو ته

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←