خېبرپښتونخوا
نن به دښکلا،ښکلا وتاته غزل وړاندي کړم
ياره په پښتوبه ودونياته غزل وړاندي کړم
نوم مي په نقشه کي دنړۍ وخته څرګندشولى
نن به په سروشونډو واشناته غزل وړاندي کړم
وياړم په خېبرپښتونخواڅومره ښکلى نوم لري
ماپه کي ستايلې ده اوچاته غزل وړاندي کړم
داديــــوشتمي پېړۍ زېــــــرى بختــــــــــورشولو
ولاړم شم خان شهيدته که باچاته غزل وړاندي کړم
زړه به مي تسل شي څـــه الهام به ترېنه واخلمـــه
ځمه پـــــه مزاربه وحمـــــزه تــــه غزل وړاندي کړم
لراوبرپښتون ولس دي وکړي خيراتونه اوس
وخته ! بشرمل به هرې خواته غزل وړاندي کړم
Kaibar Paktoonkhwa
By: Basharmal Nasar
