اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د پښتون قام

د خيبر پښتونخوا د نوي نوم په وياړ د ارواښاد رشتين بابا دا شعر درنو لوستونکو ته وړاندې کيږي . دا شعر په 1322 ش کال له نن نه 67 کاله د مخه ويل شوى او په رسنيو کښې نشر شوى دى .

په درنښت

الحاج فضل الله رشتين

د پښتون قام

پاکه هغه خاوره ده اوسي چې پښتون پکښې
خوند له حده زيات لري مرګ وي که ژوندون پکښې

واړه پښتون يو ګڼو وي چې په هر ځاى کښې دوي
ګوتې د يو لاس دي ټول ، نشته دى بيلتون پکښې

نه بيليږي ډانګ سره اوبه چيرې متل دى دا
حال هم د پښتون دى دا ، نه راځي بيلتون پکښې

ټول په يو آواز سره غږ د پښتو پورته کړئ
راشئ دې خدمت لره وکړئ ټول ګډون پکښې

لاس د ورورولئ که مونږ ورکړو يو له بل سره
څه چې ماتې کوډې دي را به شي سمون پکښې

خاوره د ميړو ده را پيدا پکښې زمريان دي ډير
تير پکښې سيد، خوشحال ، سينا او افلاطون پکښې

نه دې وي زاغان پکښې ځاى دى د بلبلو دا
ښکلي بلبلان هميش ناست دې وي مأمون پکښې

تش په دې نه کيږي کار ، ځان که مونږ و ستايو تل
کار هسې پکار دى چې رانه شي سکون پکښې

ګران دى د ليلى وصال هسې رنګ آسان نه دى
هيڅ به يې بيا نه مومې څو نه شى مجنون پکښې

کار په صداقت سره پکار دى هر پښتون لره
لوړ به وي هغه قوم ، وي چې دا قانون پکښې

څوک چې کړي خدمت د قام څه پروا رشتينه شته
بل څوک له هغه ځنې نه شي که ممنون پکښې


سرطان 1322 ش

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←