اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

دچاستـــــرګې مي په زړه کي لاره ګوري
سندريزې چينې غــــــــــره کي لاره ګوري

ستاښـــائيست مي له وجودنه بهرنه ځي
داکه مـــــوج دى ،په راده کي لاره ګوري

ټيټې ستــــــــــــــرګې په رو،روقدم اخلي
لکه نـــــــــــــاوې چي واده کي لاره ګوري

کله کله لاندي تــــــــــــــــــــلوته لاره نه وي
هوښياران به په خاتــــــــه کي لاره ګوري

ستاپرذهن خــــــــــــــپرېدوته مي پرستې
تخيل مي په وېښتـــــــــــه کي لاره ګوري

ترشنوونولاندې،شنـــه چينــه کي لامبي
ګوره وړانګوته ځنګـــــله کي لاره ګوري

لاروي دلويــــــــې لاري ورتـــــه تــــــــم شو
توري سترګې ئې په وره کي لاره ګــوري


را لېږونکئ :
رفيع الله مندوخېل ، ږوب سوهېلي پښتونخوا
Cell # 0092-300-3937628
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←