ازادشعر
چي څو کلونه
درباندي تير سي
شي به ځواني ستا
سړه تر واورې
زړښت به غوڅ کړي
ستا دنګه ونه
او ستا دسترګو درمز
خوږي خبري
ستا اننګي او لبان
او ستا دزلفو ماران
دا هرڅه هرڅه
چي نن يې وينم
داسي به نه وي
زړه جلبونکي
نن يې لا وخت ده ګرانې
کړه دې قربان پيغلتوب
دخپل مين په وړاندې
ځکه ويرېږم ګرانې
چي څو کلونه تيرشي
ستا دبه دحسن زمرئ
دښکار کولو نه وي
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
