اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

نـــنـــګ


پــښــتــنه شــه خــپـل پـــړونـــی دې پــر ســر کـړه
مــهـربــانــه شـــه دا زړه پـــــښــتـون لــه ورکــــړه

شـــاو خــــوا دې قــاتــــلان د حــــســن ګـــرځــــي
د بــڼـو غــشــی دې ســـم پـــــرې بــــرابــــر کـــړه

یـــو ځــل بــــیـا ورتــه مــلالــــه شــــــه مـــلالـــــه
د خـــپــل حــسـن پــه قــاتــل جــهــان خــبــر کـــړه

دا د خـــپــل وطن ریــګـــونــه پــه ســــر بــاد کــړه
نـــن دې وار دی هــلــه غــږ پـــه لــر او بـــر کــړه

پــښتـنـو زلــمـو کــــه نــــنـــګ پــــــه تـا ونـه کـــړ
خـپـل ټـیـکـری دې بـیـا هـغـوی تـه ورپـه سـر کـړه

« يـار» خـو شـته دی ګـرانې هـیـڅ پـروا ونـه کړې
ســـــتـا پـه مـیـنـه بـه کــفــن دا خــپـل څـــادر کــړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←