اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د کونړ د سیند فریاد

خپل کور کی می ځای نشته روان یم بل وطن ته
خفګان راته د زړه په سر موجونه جوړ کړه

په تلو می خلک خوشاله اتڼونه کوی
ځکه ئی د کونړه تر المانه نن جشنونه جوړ کړه

له ځلمو می ویالي او کانالونه چیرته ونه لیدل
یواځی پیغلو زما په غاړو ګودرونه جوړ کړل

له سپیرو دشتو می وطن کی سره تپوه خیژي
زما له لاسه ئی په پنجاب کی شنه باغونه جوړ کړل

د لعل مالټي ئی رزما په وینو سري دي
نورو میوو ته ئی جهان کی مارکیټونه جوړ کړل

توره تیاره کی می وطن خلک دڼوکی ته ناست
زما بریښنا ته خلکو لوړ لوړ مکانونه جوړ کړه

جارواکو! دا دژوند قطري ستني کړئ خداي لپاره
د دوی سفر د «باوري» په زړه داغونه جوړ کړل

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←